ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او د ولسمشر ځانګړی استازی حسن کاظمی قمي د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ټینګار وکړ: هغه ډلې چي د افغانستان او ایران تر مینځ اختلافاتو او لانجو ته لمن وهي، هیڅکله به کامیابه نه شي.
په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر وویل: تهران د طالبانو له مخالفانو څخه ملاتړ نه کوي بلکې هڅه کوي افغانستان د سیمه ایزو همکاریو یوه برخه ووسي
په دغه کتنه کې دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو او په ایران کې د میشت افغان کډوالو په هکله هم د نظر تبادله وکړل.
د مولوی عبدالکبیر د دفتر رسندویي مسئول، حسن حق یار په وېنا، دواړو لورو د افغانستان ایران تر مینځ د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په ضرورت ټینګار کړي دي.
د ایران اسلامي جمهوریت په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له واکمنېدو وروسته، د افغانستان له خلګو سره، خپلو مرستو ته دوام ورکړي او د دې هیواد د اقتصادي ستونزو د هوارولو لپاره د طالبانو له حکومت سره له همکاریو سپما نه ده کړې.